۰

قطر وايي د افغان سولې په برخه کې همکاریو ته دوام ورکوي

چهارشنبه ۳ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۵
د قطر لومړی وزیر خالد العطیه وايي، هېواد یې د افغانستان د سولې په برخه کې همکاریو ته چمتو دی او په دې اړه به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
قطر وايي د افغان سولې په برخه کې همکاریو ته دوام ورکوي
د قطر لومړی وزیر خالد العطیه وايي، هېواد یې د افغانستان د سولې په برخه کې همکاریو ته چمتو دی او په دې اړه به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خالد العطیه دغه څرګندونې نړیوالې اقتصادي مجمعې ته د وینا پر مهال کړې او ویلي یې دي، چې هېواد یې له ګواښونو سره د مخ هېوادونو د کړکېچونو په حل کې خپله ټوله همکاري کړې او کوي یې.

نوموړي په قطر کې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او طالبانو ناستې ته په اشارې و ویل، چې قطر د افغان سولې سره همکاریو ته چمتو دی او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د قطر لومړی وزیر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له تېرو دریو ورځو راهیسې په هېواد کې د امریکا او طالب استازو تر منځ پر افغان سوله خبرې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي