۰

میدان وردګو کې د ملي امنیت پر قطعې د برید طراح و وژل شو

چهارشنبه ۳ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۲
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، میدان وردګو ولایت کې د ملي امنیت پر قطعې د شوي برید طراح له خپلو ۷ ملګرو سره و وژل شو.
میدان وردګو کې د ملي امنیت پر قطعې د برید طراح و وژل شو
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، میدان وردګو ولایت کې د ملي امنیت پر قطعې د شوي برید طراح له خپلو ۷ ملګرو سره و وژل شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت له خوا نن چهارشنبې د مرغومي ۳ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه برید طراح قوماندان نعمان نومېږي.

سرچینې زیاته کړې، چې امنیتي ځواکونو تېره شپه د میدان وردګو مرکز میدان ښار کې د قوماندان نعمان ځای تثبیت او وروسته یې پرې هوايي برید وکړ.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغه برید کې د قوماندان نعمان په ګډون ۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

باید و ویل شي، چې میدان وردګو ولایت کې دوه ورځې وړاندې د ملي امنیت پر یو مرکز موټر بم او وسله وال برید وشو، چې مسوولیت یې طالبانو ومانه.

د ملي امنیت ریاست د تېرې خبرپاڼې له مخې په دغه برید کې د امنیت ۳۶ سرتېري وژل شوي او ۵۸ نور ټپیان شوي وو.

ملي امنیت په میدان وردګو کې د شوي برید د طراح او د ملګرو د وژل کېدو خبر پر داسې مهال ورکوي، چې پرون لوړ پوړو حکومتي چارواکو خبردارۍ ورکړی و، چې د دغه برید غچ به له طالبانو اخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي