روسیه:

امریکا هڅه کوي پر طالبانو افغانستان کې خپلې نظامي اډې ومني

3 دلو 1397 ساعت 15:04

قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو ته په اشارې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف ویلي امریکا هڅه کوي پر طالبانو افغانستان کې خپلې نظامي اډې ومني.


قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو ته په اشارې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف ویلي امریکا هڅه کوي پر طالبانو افغانستان کې خپلې نظامي اډې ومني.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابلوف زیاته کړې، که څه هم تر اوسه د قطر د خبرو جزیات نه دي په داګه شوي او نه هم دا معلومه ده، چې طالبان به دغه غوښتنه ومني که نه، خو امریکا هڅه کوي افغانستان کې د خپلو نظامي اډو موجویت پر طالبانو قبول کړي.

هغه ټینګار کړی، چې امریکا باید په سیمه کې خپل نظامي حضور پای ته ورسوي او افغانان دې هم روانه جګړه د خبرو او مذاکراتو له لارې ختمه کړي.

کابلوف دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له تېرو دریو ورځو راهیسې قطر کې د طالبانو د ۸ کسیزه او د امریکا د ۱۱ کسیزه پلاوو تر منځ پر افغان سوله خبرې روانې دي.

طالبان وايي د خبرو اصلي اجنډا د افغانستان د اشغال پای ته رسېدل او دا چې کابل به د هېڅ هېواد لپاره خطر نه وي دي.

ځینې سرچینې زیاتوي، چې د امریکا او طالبانو په خبرو کې پرمختګ شوی خو جزیات یې نه دي په کړي.

خو راپورونه وايي خلیلزاد طالبانو ته ویلي، چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه پرېکړه به د افغانستان راتلونکی حکومت کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 112723

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112723/

جمهور
  https://www.jomhornews.com