فاریاب کې پر وسله والو طالبانو مرګوني بریدونه شوي دي

4 دلو 1397 ساعت 9:36

شمال کې پوځي چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو پر پټنځایونو مرګوني بریدونه شوي او درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.


شمال کې پوځي چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو پر پټنځایونو مرګوني بریدونه شوي او درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول رادو افغان او بهرنیو ځواکونو پرون چهارشنبې د سلواغې ۳ مه د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په چنارشاخ، غوره ها، خواجه زیارتګاه او سیدآباد ترکمن ها په سیمو کې پر طالبانو ځمکني او هوايي بریدونه کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه بریدونو کې د طالبانو د درې مهمو او کلیدي کسانو په ګډون ۶۰ وسله وال طالبان وژل شوي او د یوه ټپي په ګډون یې درې تنه ژوندي نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي په وژل شویو کسانو کې د قیصار لپاره د طالبانو نومول شوی مرستیال ولسوال مولوي خان آغا، د پنځو ولایتونو لپاره هغوی مالي مسوول مولوي ګندم علي، د قیصار لپاره د طالبانو د محکمې رییس مولوي حفیظ الله او سیمه ییز قوماندان مولوي ناصر مشهور په فاریابي هم شامل دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې مولوي خان آغا، مولوي ګندم علي، مولوي ناصر مشهور په فاریابي، قیصار، آلمار او پښتونکوټ ولسوالیو کې د طالبانو کلیدي ګڼ کېدل، چې په دغه ولسوالیو کې یې په ټولو ترهګریزه بریدونو او چاودنو کې مهم رول درلود.

۲۰۹ شاهین قول اردو په خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د عملیاتو پر مهال د طالبانو یو مهم پټنځای، ګڼ شمېر وسلې او مهمات، څلور عرادې موټر او څو عرادې موټر سایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.

یادې قول اردو ویلي په دغه عملیاتو کې ولسي وګړو او امنیتي ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 



 


د مطلب کود: 112735

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112735/

جمهور
  https://www.jomhornews.com