د ټاکنو خپلواک کمېسیون هغه راپورونه رد کړل، چې ګنې د دغه او شکایتونو د اورېدو کمېسیون غړي د ولسمشر له خوا ممنوع الخروج اعلان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وړاندې داسې راپورونه و، چې ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو د دواړو کمېسیونونو غړي ممنوع الخروج اعلان کړي او ښايي دوی له خپلو دندو لرې کړای شي.
دغه راز راپورونه زیاتوي، ولسمشر دا پرېکړه هم کړي، چې د ټاکنو قانون تعدیل کړي.
د راپورنو پر بنسټ د کمېسیونو د غړو د ممنوع الخروج کېدو خبر وروسته له هغې راپورته شوه، چې یوه کمېسیون له ولسمشر څخه په یوه لیک بهر ته د سفر اجازه غوښتې.
یک تلوېزیون په راپور کې ویل دوی داسې یوه پاڼه تر لاسه کړې، چې د ټاکنو کمېسیون د یوه غړي اړوند ده او دا له ولسمشر څخه د سفر د اجازې غوښتولو په اړه ده.
خو د ټاکنو کمېسیون کمېشنر حفیظ الله هاشمي وايي، دا چې ولسمشر یوه کمېشنر ته د سفر اجازه نه ده ورکړې دا د ممنوع الخروج کېدو په معنی نه ده.
نوموړي و ویل، د کمېسیون یوې غړې ملیحه حسن غوښتل ترکیې ته ولاړه شي خو ولسمشر ورته لارښوونه کړې، چې د ټاکنیزو کارونو تر پای پورې کوم ځای ته سفر ونه کړي.
د هغه په وینا دا یوازې یوه توصیه او نصحت و، او دا د ممنوع الخروج کېدو په معنی نه ده، بلکې ممنوع الخروج کېدل هغه وخت کېږي، چې د یوه حکم عدلي او قضايي ارګانونو او دغه راز هوايي ډګر ته ولېږل شي.
ده زیاته کړه، چې د کمېسیونونو کمېشنران قانوني مصوونیت لري او هېڅوک دا حق نه لري، چې هغه ممنوع الخروج اعلان کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل