د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تازه فرمان له مخې د حکومت د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق له دندې لرې شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ نن پنشنبې د سلواغې ۴ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ښاغلي محقق د لرې کېدو خبر ورکړی دی.
د محقق د لرې کېدو په اړه د ولسمشر په فرمان کې راغلي« د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ بند د حکم له مخې د اجرایه ریاست د دویم مرستیال محمد محقق لرې کول منظور دي.»
په دغه فرمان کې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
باید و ویل شي، چې ښاغلي محقق د ۲۰۱۴ کال په ولسمشریزه ټاکنو کې د ډاکتر عبدالله مرستیال و، چې وروسته د ملي یووالي حکومت رامنځ ته، عبدالله په کې اجرائیه رییس او محمد محقق یې دوهم مرستیال پاتې شو.
د یادونې وړ ده، چې ښاغلی محقق په راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو کې د محمد حنیف اتمر تر څنګ ولاړ او د هغه دوهم مرستیال ټاکل شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل