۰
سرچینې:

امریکا او طالبان له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو توافق ته رسېدلی

پنجشنبه ۴ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۴
ځینې پخواني طالب چارواکي وايي، امریکا او طالب استازو قطر کې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو په وتلو او دغه راز نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې پر نه کارېدو خبرې کړې دي.
امریکا او طالبان له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو توافق ته رسېدلی
ځینې پخواني طالب چارواکي وايي، امریکا او طالب استازو قطر کې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو په وتلو او دغه راز نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې پر نه کارېدو خبرې کړې دي.

 قطر کې ځینو طالب سرچینو هم تایید کړې، چې له امریکايي استازو سره یې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې بیا نه کارول، له تور لېسته د طالب مشرانو پر ایستلو او دغه راز پر اوربند خبرې شوې دي.

د امریکا ۱۱ کسیزه پلاوی چې مشري یې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد کوي او د طالبانو ۸ کسیزه پلاوی چې مشري یې شېر محمد عباس ستاتکزی کوي، له تېرو څلورو ورځو راهیسې په قطر کې سره جګړه دي.

د دوی د تېرو دریو ورځو خبرې تر ډېره له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال وېش او دغه راز د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې څخه د بیا نه ګواښ پر موضوع راڅرخېدې.

که څه هم تر اوسه د خبرو بشپړ جزیات نه دي په ډاګه شوي، خو امریکايي چارواکو او طالب سرچینې ویلي، چې خبرو کې پرمختګ شوی او ښې خوا ته راونې دي.

دا چې نن پنشنبې د سلواغې ۴ مه هم د یادو پلاو تر منځ خبرې روانې دي ځینې سرچینې وايي، دوی پر یو لړ موضوعاتو توافق کړی او ښايي د ورځې په پای کې یې د یوې اعلامیې له مخې جزیات خپاره کړي.

پخواني طالب چارواکي سیدآکبر آغا جمهور خبري آژانس ته په یوه تلېفوني مرکه کې و ویل، چې د تېرو ورځو په خبرو کې دواړو خوا له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو توافق ته رسېدلي او ښايي نن یې د ورځې په پای کې د خبرو پایلې اغلان شي.

د هغه په وینا په دې خبرو کې دا توافق هم شوی، چې نور به افغانستان د نورو هېوادونو لپاره ګواښ نه وي او نه به هم راتلونکې کې افغان خاوره د نورو هېوادونو پر وړاندې کارول کېږي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپو وحید مژده جمهور خبري آژانس ته دا هم و ویل، چې دغه خبرو ته د امریکا د استخباراتي ادارې (سي آی اې)  رییس هم ورغلی او د امریکايي پلاوی مشري کوي.
 
د هغه په وینا دا چې د امریکا ولسمشر ټرمپ افغان سولې ته بیړه لري نو په دې برخه کې د زلمي خلیلزاد له سفرونو ناخوښه دی نو ځکه یې خپل لوړ پوړي چارواکي قطر ته د خبرو لپاره لېږلي دی.

دی وايي په دې ناسته کې خبرې تر ډېره له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال وېش ورټولې وې او امریکايي لوري طالبانو ته په صراحت ویلي، چې په افغانستان کې پاته کېدو ته لېواله نه دي.

هغه دا هم و ویل، چې د امریکا غوښتنه له طالبانو دا ده چې نور به افغانستان بیا د ترهګرو په مرکز نه بدلېږی او نورو هېوادونو ته په ګواښ نه وي.

که څه هم مژده دا ونه ویل، چې طالبانو له امریکا سره دغه شرط منلی که نه، خو سیدآکبر آغا و ویل، چې طالبانو په دې برخه کې ضمانت ورکړی دی.

وحید مژه و ویل، چې د امریکايي او طالب پلاو تر منځ خبرو کې د پام ورړ پرمختګ شوی او ښايي ډېر ژر په افغانستان کې ژور بدلونونه راشي.

د هغه په وینا که چېرې پر دغه کړیو توافقاتو عمل وشي ښايي د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې هم وځنډول شي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي