د افغان حکومت اجرائیه ریاست د ولسمشر غني له خوا د دغه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق پر لرې کولو غبرګون ښودلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تازه فرمان له مخې د حکومت د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق له دندې لرې شو.
ارګ نن پنشنبې د سلواغې ۴ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ښاغلي محقق د لرې کېدو خبر ورکړی دی.
د محقق د لرې کېدو په اړه د ولسمشر په فرمان کې راغلي« د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ بند د حکم له مخې د اجرایه ریاست د دویم مرستیال محمد محقق لرې کول منظور دي.»
په دغه فرمان کې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
خو اجرائیه ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ملي یووالي حکومت په یوه ځانګړې تاریخي مقطعه کې د یوه سیاسي توافق له مخې رامنځ ته شوی دی، او هر تصمیم ګډې مشورې او ګډې پرېکړې ته اړتیا لري.
په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي د ښاغلي محقق لرې کول د یادې توافق پانې له مخې پر ځای کار نه دی او په اړه به وروستۍ او ګډ تصمیم د اجرائیه ریاست د رهبرۍ له سفر څخه وروسته نیول کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل