۰

بلخ کې د افغان ترک ښوونځي ښوونکي نیول شوي دي

شنبی ۶ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۰
بلخ کې د افغان ترک لېسې یوه فرهنګي مسوول ویلي، افغان ځواکونو د دوی پر ښوونځي چاپه وهلې او یو شمېر ښوونکی یې نیولي دي.
بلخ کې د افغان ترک ښوونځي ښوونکي نیول شوي دي
بلخ کې د افغان ترک لېسې یوه فرهنګي مسوول ویلي، افغان ځواکونو د دوی پر ښوونځي چاپه وهلې او یو شمېر ښوونکی یې نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینه زیاته کړې پولیس هڅه کوي، څو د دغه ښوونځي مسوولیت له خصوصي سکتور څخه واخلي او ترکیې حکومت ته یې وسپاري.

نوموړي د پولیسو دغه اقدام غیر قانوني بللی او ویلي یې دي، حکومت باید دې موضوع ته جدي رسيدګي وکړي.

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ په نیول شویو ښوونکو کې دوه ترکي وګړي هم شتون لري.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد هم د دې خبر پلخی کړی او ویلي یې د افغان حکومت او ترکیې تر منځ د ګډ توافق له مخې باید د دغه ښوونځو مسوولیت د ترکیې معارف ته وسپارل شي.

د والي ویاند زیاتوي، پولیس هڅه کوي، چې دغه موضوع په سوله ییز ډول حل کړي، خو د افغان ترک لیسې د زده کوونکو کورنۍ د پولیسو پر دغه اقدام غصه دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي