د ولسمشر غني د حکم له مخې مولوي عبدالحکیم منیب د حج او اوقافو سرپرست وزیر وټاکل شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ نن شنبې د سلواغې ۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ولسمشر د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ فقرې له حکم سره سم مولوي منیب د حج او اوقافو د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
د دې تر څنګ ولسمشر غني په یوه جلا حکم کې ښاغلي منیب حج او اوقافو د نوماند وزیر په توګه هم معرفي کړی دی.
باید و ویل شي، چې منیب تر دې وړاندې هم د یاد وزارت مرستیال او فیض محمد عثماني وزیر وو.
منیت د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د سرحدونو او قبایلو چارو مرستیال وزیر وو.
هغه د افغانستان د خلکو د اسلامي حرکت انقلاب ګوند مشري هم په غاړه لري.
جمهورخبري آژانس:کابل