۰

ننګرهار کې درې قاچاقبران او ۱۷۷ کیلوګرامه نشه يي توکي نیول شوي

شنبی ۶ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۴
سیمه ییز چارواکي وايي، افغان ځواکونو په ننګرهار ولایت کې ۱۷۷ کیلوګرامه نشه يي توکي او په تړاو یې درې قاچاق کوونکي نیولي دي.
ننګرهار کې درې قاچاقبران او ۱۷۷ کیلوګرامه نشه يي توکي نیول شوي
سیمه ییز چارواکي وايي، افغان ځواکونو په ننګرهار ولایت کې ۱۷۷ کیلوګرامه نشه يي توکي او په تړاو یې درې قاچاق کوونکي نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ډول ډول نشه يي توکي د ننګرهار په مرکز او بټي کوټ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي.

د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره نن شنبې د سلواغې ۶ مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، امنیتي ځواکونو لومړی ۹۹ کیلوګرامه ډول ډول نشه يي توکي، چې په دوه موټرو کې ځای پر ځای او سره رود ولسوالۍ ته لېږدول کېدل ونیول.

دغه راز سرچینه زیاتوي، پولیسو ۷۸ کیلوګرامه چرس چې په یوه بل موټر کې ځای پر ځای شوي و، او د ننګرهار له بټي کوټ جلال آباد ښار ته لېږدول کېدل نیولي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د دغه نشه يي توکو د قاچاق په تور درې تنه هم نیول شوي، چې دا مهال تر پلټنو لاندې دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي