۰

د امریکا د فدرالي حکومت ځنډ په موقته توګه پای ته ورسېد

شنبی ۶ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۰
د امریکا محتده ایالاتو ولسمشر په موقته توګه د فدرالي حکومت د ځنډ موضوع پای ته رسېدلي اعلان کړې ده.
د امریکا د فدرالي حکومت ځنډ په موقته توګه پای ته ورسېد
د امریکا محتده ایالاتو ولسمشر په موقته توګه د فدرالي حکومت د ځنډ موضوع پای ته رسېدلي اعلان کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د تېرو ۳۵ ورځو راهیسې د امریکا فدرالي حکومت ځینې ادارې تړل شوې وې.

دغه ادارې د ټرمپ او کانګرېس تر منځ د امریکا او مکسیکو تر منځ د دېواد پر جوړېدو تړل شوې و، چې ټرمپ د دیوال جوړېدل غوښتل خو کانګرېس ورته بودیجه نه تصویبه وله.

له ۳۵ ورځو ناندریو وروسته د امریکا ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې اعلان وکړ، چې د امریکا متحده ایالتونو په تاریخ کې د حکومت تر ټولو اوږد تعطیل لږ تر لږه د اوس لپاره پای ته ورسېد.

ټرمپ په دې اړه ویلي« زه ډېر ویاړم چې نن اعلان کوم چې موږ یوې معاملې ته ورسېدو، څو تعطیل پای ته ورسوو او فدرال حکومت بېرته پرانیزو.»

خو په وینا یې که له کانګرسه یوه مناسبه معامله ترلاسه نه کړای شوه، نو حکومت به د فبرورۍ له پنځلسمې وروسته بیا وتړل شي او یا به د امریکا متحده ایالتونو د اساسي قانون پر بنسټ د ورکړل شویو صلاحیتونو له مخې دا اضطراري حالت ختم کړي.

ټرمپ دا اعلان وروسته له هغه وکړ چې د امریکا د کانګرس دواړو جرګو پرون د فدرال حکومت د قسمي تعطیل د پای ته رسېدو لپاره د فبرورۍ تر پنځلسمې د بودجې د تمویل په سر یوې مسودې ته رأیه ورکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي