۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر:

امریکا نه غواړي افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي، د سولې خبرې ګټورې وې

یکشنبه ۷ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، امریکا له افغانستان ته د خپلو ځواکونو وتلو ته جدي ده، خو نه غواړي، چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر ځاله بدل شي.
امریکا نه غواړي افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي، د سولې خبرې ګټورې وې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، امریکا له افغانستان ته د خپلو ځواکونو وتلو ته جدي ده، خو نه غواړي، چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر ځاله بدل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي پمپیو دغه څرګندونې په قطر کې د امریکايي او طالب پلاو تر خبرو وروسته په یوه ټوېټ کې کړې دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې امریکا په ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ او ترهګرو ډلو خلاف ده او د دغه ډلو پر ضد به جګړې ته ادامه ورکوي.

په وینا په افغانستان کې به د ترهګرۍ په ځپلو کې د افغان حکومت تر څنګ ولاړ وي خو د سولې لپاره د امریکا هڅې روانې دي.

هغه په خپل ټوېټر لیکلي«امريکا نه پرېږدي افغانستان د نړيوال ټرورېزم په ځاله بدل شي او له افغانستانه د امريکايي ځواکونو په ايستلو کې هم واشنګټن جدي دى.»

پامپیو په قطر کې له طالبانو سره د خلیلزاد خبرې هیله بښوونکې بللې او ویلي یې دي، چې هغه (خلیلزاد) له لاس ته راوړنو سره ستون شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي واشنګټن د افغان سولې لپاره جدي دی او په دې برخه کې به هر اړخیزه او اړین ګامونه اوچتوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر داسې مهال خبرې کوي، چې د امریکايي او طالب پلاو تر منځ قطر کې شپږ ورځنۍ خبرې پرون شنبې د سلواغې ۶ مه پای ته ورسېدې.

دواړو لورو په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی، خو تر اوسه په هېڅ شي هوکړه نه ده شوې.

تر خبرو وروسته زلمي خلیلزاد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي «موږ د رامنځ ته شوي بهیر نه په استفادې خپلو خبرو ته دوام ورکوو، اوس هم یو شمېر مسایل پاتې دي، چې باید پرې کار وشي.»

خلیلزاد ټینګار کړی تر هغه چې پر ټولو شیانو چې بین الاافغاني خبرې او هر اړخیزه اوربند هم په کې راځي هوکړه ونه شي پر هېڅ شي هوکړه نه کېږي.

بل خوا وسله والو طالبانو هم په رسمي ډول ویل، چې په خبرو کې پرمختګ شوی دی خو تر اوسه پر څه توافق نه دی شوی، او دا کار نورو خبرو ته اړتیا لري.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي، دا چې موضوعات درانه دي او زیات جراوبحث ته اړتیا لري؛ نو فیصله وشوه چې د ځينو لاینحله مسایلو پر سر به په راتلونکي کې نورې ورته غونډي هم جوړیږي، ترڅو پاته لاينحله مسائلو ته هم د حل مناسبه او مفیده لار پيدا کړل شي او هم دواړه طرفه د مجلس جریان له خپلو مشرانو سره شریک او هدایت ترلاسه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي