۰

د کابل په منډوي کې یوه مارکېټ اور اخیستی دی

یکشنبه ۷ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۲
د کابل په منډوي کې د بوټ پلورولو په یوه مارکېټ کې اور لګېدلی، چې له امله یې میلیونه افغانۍ زیات اوښتی دی.
د کابل په منډوي کې یوه مارکېټ اور اخیستی دی
د کابل په منډوي کې د بوټ پلورولو په یوه مارکېټ کې اور لګېدلی، چې له امله یې میلیونه افغانۍ زیات اوښتی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه اور نن یکشنبې د سلواغې ۷ مه سهار وختي د کابل ښار د لومړۍ حوزې اړوند د عایشه دراني لېسې ته څېرمه د منډوي په یوه مارکېټ کې لګېدلی دی.

هټۍ لرونکي وايي، په دغه مارکېټ کې تر ۳۰۰ سوه زیات دوکانونه شتون لري، چې ډېری یې سوځېدلي دي او میلیونه افغانۍ زیان یې اړولی دی.

یو هټۍ لرونکی و ویل، چې د مارکېټ ۳، ۴، او ۵ پور دوکانونه په مکمله توګه سوځېدلي دي او دا مهال اور نورو پوړونو ته هم د خورېدو په حال کې دي.

هلته مېشت هټۍ وال پر حکومت او په ځانګړې توګه د اور وژنې پر اداره هم سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې پر وخت یې اقدامت نه دي کړي او تر اوسه د اور په مړه کېدو نه دي بریالي شوي.

تر اوسه د اور لګېدنې لامل نه دی په ګوته شوی.

د خبر جزیات به وروسته پر لیکه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم همدې سیمې ته نېږدې د صدیق عمر په نوم د کمپیوټر پلورلو یوه مارکېټ په بشپړه توګه په اور کې وسوځېده، چې میلیونه ډالر زیان یې واړه.

تر هغې راوروسته د کابل د مکرویانو په سیمه کې د تيلو په یوه پمپ کې د اورلګېدنې له امله هم خلکو ته ځاي او مالي زیانونه واوښتل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي