۰

د فیلیپین په یوه کلیسا کې چاودنو ۲۱ تنه وژلي دي

یکشنبه ۷ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۵
د فیلیپین په یوه کلیسا کې د عبادت پر مهال غبرګو بمي چاودنو کابو سلو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده، چې یو شمېر نظامیان هم په کې دي.
د فیلیپین په یوه کلیسا کې چاودنو ۲۱ تنه وژلي دي
د فیلیپین په یوه کلیسا کې د عبادت پر مهال غبرګو بمي چاودنو کابو سلو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده، چې یو شمېر نظامیان هم په کې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن یکشنبې د سلواغې ۷ مه د فیلیپین د جنوبي ټاپو جولو په يوه کليسا کې رامنځ ته شوې ده.

امنیتي چارواکي وايي، لومړی چاودنه هغه مهال شوې، چې خلک په دغه کلیسا کې پر عبادت بوخت و او سیمې د امنیتي ځواکونو له رسېدو سره دوهمه چاودنه هم د یادې کلیسا د موټر په تم ځای کې رامنځ ته شوه.

د پوځ یوه ویاند ګیري بیسانا ویلي په دغه چاودنه کې لږ تر لږه ۲۱ تنه وژل شوي او ۷۱ نور ټپیان شوي دي، چې ځینې نظامیان هم په کې دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو وړاندې تر دې د ورته بریدونو پړه تر ډېره به ابوسیاف پر ډله اچول کېده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي