قندوز کې ۳۵ ممیز خونې ګټې اخیستې ته وسپارل شوې

7 دلو 1397 ساعت 13:39

قندوز ولایت کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ممیز پاکولو ۳۵ عصري کارخونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.


قندوز ولایت کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ممیز پاکولو ۳۵ عصري کارخونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ممیز خونې نن یکشنبې د سلواغې ۷ مه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پیل او ګټنې ته وسپارل شوې.

د قندوز د کرنې او اوبو لګولو ریاست سرپرست د دغه ممیز خونو د پرانستې په مراسمو کې و ویل، چې دغه هره یوه خونه د ۱۰ متره په اوږدوالي او ۵ متره پلنوالي جوړې شوې چې هره یوه یې په یوه وخت کې له پنځه تر ۷ ټنه پورې انګور په میمزو بدلولی شي.

نومووړي زیاته کړه، چې دغه ممیز خونې د کرنې وزارت د NHLP پروګرام له مخې جوړې شوې، چې ورسره به د باغ لرونکو له اقتصاد سره تر یوه بریده مرسته وکړي.

باید و ویل شي، چې دغه ممیز خونې د قندوز په علي آباد، خان آباد، امام صاحب، چهار دره، دشت ارچي، ګل تیپه او مرکز قندوز کې جوړې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:قندوز
 


د مطلب کود: 112827

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112827/

جمهور
  https://www.jomhornews.com