۰

کندهار کې یو څارنوال په وسله وال برید کې وژل شوی دی

یکشنبه ۷ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۳
سیمه ییز چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د استناف محکمې یو څارنوال په یوه غلچکي وسله وال برید کې وژل شوی دی.
کندهار کې یو څارنوال په وسله وال برید کې وژل شوی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د استناف محکمې یو څارنوال په یوه غلچکي وسله وال برید کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن یکشنبې د سلواغې ۷ مه د کندهار ښار د دویمې امنیتي حوزې په اړونده سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي وايي، غلچکي برید کوونکو سپوږمۍ سالون ته څېرمه د کندهار د استناف محکمې په یوه څارنوال وسله وال برید کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، څرنوال عبدالواحد په دغه برید کې لومړی ټپي او وروسته یې په روغتون کې د درملنې پر مهال ساه ورکړې ده.

د کندهار د والي د ویاند په خبره څارنوال عبدالواحد د بغلان ولایت اوسېدونکی او د کندهار په استیناف محکمه کې یې دنده درلوده.

د هغه په وینا برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوي، خو پولیسو یې د نیولو پلټنې پیل کړې دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د کندهار ښار په درېیمه حوزه کې د میوند ولسوالۍ د امنیت پر مدیر ورته برید شوی و، خو هغه روغ ترې وتلی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي