حنیف اتمر د سولې د شویو پرمختګونو هرکلی کړی دی

7 دلو 1397 ساعت 14:38

د ملي امنیت شورا مخکني سلاکار او ولسمشرۍ ته نوماند محمد حنیف اتمر هم د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې پر شویو پرمختګو خوښي څرګنده کړې او هرکلی یې کړی دی.


 د ملي امنیت شورا مخکني سلاکار او ولسمشرۍ ته نوماند محمد حنیف اتمر هم د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې پر شویو پرمختګو خوښي څرګنده کړې او هرکلی یې کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي اتمر له مطبوعاتي دفتره نن یکشنبې د سلواغې ۷ مه خبرپاڼه کې ویل شوي دوی په دې برخه کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو تر منځ د روانو خبرو هرکلی کوي.

نوموړي په ټينګار سره ویلي په همدې اړه د قطر په پلازمینه کې پیل شوې وې د وروستیو راپورونو له مخې پکې ښه پرمختګونه شوي دي او دوی یې کلک ملاتړ کوي.

په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي سوله لومړیتوب دی او دوی په دې برخه کې له هر هغې هڅې ملاتړ کو او په هیله مندۍ یې څاري، چې افغانستان سولې ته نېږدې کوي.

اتمر په دې خبرپاڼه کې ویلي د افغان کشالې یوازینی حل بین الافغاني خبرې دي او پر حکومت یې غږ کړۍ، چې باید په دې برخه کې روانې هڅې په پوره جدیت وڅاري.

په خبرپاڼه کې له طالبانو هم غوښتنه شوې، چې له بین الافغاني خبرو ملاتړ وکړي او په رښتیا وښیي چې د هېواد ملي ګټې ورته مهمې دي.

سرچینه وايي، په هېواد کې سراسري سولې ته د رسېدو یوازینۍ لاره سیاسي اجماع ده او دوی د همدې اجماع د رامنځته کولو په موخه هر اړخیزې هڅې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 112837

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112837/

جمهور
  https://www.jomhornews.com