امنیتي سرچینې وايي، د افغان پوځ ځانګړو ځواکونو غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او ۳۸ تنه یې ترې راخوشي کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سرچینې زیاته کړې، چې د پوځ ځانګړو ځواکونو تېره شپه (د سلواغې ۷ مه) د غزني د آب بند ولسوالۍ په غټ کلي کې د طالبانو یو زندان مات کړی دی.
سرچینې ویلي، ځانګړو ځواکونو په یاده سیمه کې د طالبانو پر زندان چاپه و وهله چې په ترڅ کې یې ۳۸ تنه ترې راخوشي کړل، خو ا چې خوشي شوي کسان ملکي دي، که نظامي معلومات یې نه دي ورکړي.
د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ په دې عملیاتو کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ تنه شکمن کسان هم د افغان ځانګړو ځواکونو له خوا نیول شوي دی.
د سرچینې په وینا په عملیاتو کې د طالبانو دوه زندانونه، دوه د وسلو زېرمې او یو له چاوېدونکو توکو ډک موټر هم له منځه وړل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې په هلمند ولایت کې هم د افغان ځانګړو ځواکونو له خوا په عملیاتو کې د طالبانو څو زندانونه مات شوي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل