د قطر خبرو یو برخه وال طالب چارواکی:

طالبان راتلونکې اونۍ پر دې کار پیلوي، چې څنګه له القاعده سره اړیکې پرې کړي

8 دلو 1397 ساعت 11:27

یوه لوړ پوړي طالب چارواکي، چې قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ خبرو کې یې هم ګډون درلود ویلي طالبان راتلونکې اونۍ پر دې کار پیلوي، چې څنګه له القاعده سره اړیکې پرې کړي.


یوه لوړ پوړي طالب چارواکي، چې قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ خبرو کې یې هم ګډون درلود ویلي طالبان راتلونکې اونۍ پر دې کار پیلوي، چې څنګه له القاعده سره اړیکې پرې کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، د قطر خبرو کې په دوه برخو کې پرمختګ شوی یو دا چې کله به امریکايي ځواکونه له افغانستان وځي؟ او بل دا چې طالبان به بیا د القاعده په څېر جهادیانو ته ځای نه ورکوي، چې د تېر په څېر افغانستان د مرکز په دول وکاروي.

همدې موضوع ته په اشارې یوه لوړ پوړي طالب چارواکي، چې د قطر خبرو کې یې هم ګډون درلود بي بي سي ته له نوم پرته ویلي دواړه لورو د داسې دوو کمېټو د جوړولو پرېکړه کړې، چې څنګه په دې برخه کې تړونونه په اصولو کې پلي کړي.

دغه طالب مشر زیاته کړې، چې دا کمېټې به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لارې او د هغوی وخت هم مشخصوي، چې د ده په وینا دوی ورته شپږ میاشتې وړاندیز کړی، خو بدلون هم په کې راتلی شي.

نوموړي ویلي، دا جرګه ګۍ به داسې پاخه وړاندیزونه هم برابر کړي چې طالبان څنګه له القاعده سره اړیکي پرې کړي او په دې به راتلونکې اونۍ کار پیلیږي.

د طالبانو دا سرچینه وايي، د امریکا او دوی د خبرو بل پړاو به د راتلونکې میاشت وروستیو کې پیلېږي.

په ورته وخت کې د طالبانو یوې بلې سرچینې بي بي سي ته ویلي، کله چې تړون ته سره رسېږي، دوی به له نورو هېوادونو او نړیوالو ادارو وغواړي چې ضمانت یې وکړي.

په دې خبرو کې دوه موضوع ګانې چې تر اوسه ګونګې پاتې دي یوه د اوربند مسله او بله هم د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو مساله ده.

د اوربند په اړه د طالبانو یو بل لوړپوړی چارواکی وايي، د سولې تړون ته تر رسېدو مخکې دا ډله د اوربند په هکله اندېښمنه ده، ځکه وېرېږي که وسلوال یې یو ځل وسله پر ځمکه وغورځوي بیا به ورته ګرانه وي چې وسلې پورته کولو ته یې وهڅوي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ نېغو خبرو په اړه دغه طالب چارواکي ویلي، د دوی جوړې شوې کمېټې به په دې برخه کې خپلې سپارښتنې برابرې کړي.

باید و ویل شي، چې په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو شپږ ورځې دوام وکړ، چې د تېرې شنبې په ورځ پای ته ورسېدې.

دواړه لوري وايي، په دغه خبرو کې د پام وړ پرمختګونه شوي، خو پر هېڅ شي هم تر اوسه توافق نه دی شوی.

خو پخواني طالب چارواکي متعصم آغاجان ویلي امریکايي پلاوی او طالبانو ځینو مهمو پرېکړو ته رسېدلي او له خپلو مشرانو سره تر سلا مشورو وروسته به توافق پانې لاسلیک کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 112859

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112859/

جمهور
  https://www.jomhornews.com