تېر میلادي کال افغانستان کې ۲۶۱۵ ملکي وګړي وژل شوي دي

8 دلو 1397 ساعت 12:40

په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ وايي، تېر ۲۰۱۸ میلادي کال په افغانستان کې ۶۶۸۷ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.


په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ وايي، تېر ۲۰۱۸ میلادي کال په افغانستان کې ۶۶۸۷ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد ګروپ مشر عزیر احمد تصل نن دوشنبې د سلواغې ۸ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال و ویل، چې تېر کال د امنیتي پېښو له امله ۲۶۱۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۰۷۲ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا د یادې مرګ ژوبلې ۴۹ سلنه د افغان دولت ضد وسله والو ډلو طالبانو او داعش په بریدونو کې رامنځ ته شوې، ۲۷ سلنه یې په حکومتي ځواکونو پورې اړه لري، چې ۶ سلنه یې په هوايي شپنیو عملیاتو کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي و ویل، چې ۲۶۵ ملکي وګړي د افغان ځواکونو له خوا د طالبانو پر ضد په ترسره شویو شپنیو عملیاتو کې وژل شوي دي.
تسل وايي، فیصده نور تلفات بیا د راکیټي بریدونو، هاوان مرمیو او هدفي وژنو له امله شوي دي.

یاد ګروپ هغه ولایتونه چې تر ټولو ډېر په کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، کابل، ننګرهار، هلمند او غزنی یاد کړل.

د یاد ګروب د معلوماتو له مخې په تېر ۲۰۱۸ میلادي کال کې ۴۰ داسې ځانمرګي بریدونه شوي، چې په کې ۷۴۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ او وسله والو مخالفینو یې غږ وکړ، چې په عملیاتو کې د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
 


د مطلب کود: 112862

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112862/

جمهور
  https://www.jomhornews.com