۰

کندهار کې د طالبانو د روزنې یو ستر مرکز له منځه وړل شوی

دوشنبه ۸ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۸
سیمه ییز چارواکي وايي، بهرنیو ځواکونو په کندهار ولایت کې د وسله والو طالبانو د روزنې یو ستر مرکز له منځه وړی دی.
کندهار کې د طالبانو د روزنې یو ستر مرکز له منځه وړل شوی
سیمه ییز چارواکي وايي، بهرنیو ځواکونو په کندهار ولایت کې د وسله والو طالبانو د روزنې یو ستر مرکز له منځه وړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي ویلي بهرنیو ځواکونو وړمه شپه( د سلواغې ۶ مه) د سپین بولدک ولسوالۍ د سروڅاهانو په سیمه کې د طالبانو پر دغه مرکز هوايي برید کړی.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه برید کې ۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۱ ټپیان او د روزنې دغه ستر مرکز یې له منځه وړل شوی دی.

د کندهار د والي ویاند وايي، طالبانو له دغه مرکز څخه ځانمرګو بريدګرو د روزنې او نورو ترورستي فعاليتونو لپاره کار اخېست.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي