خلیلزاد:

افغانان دې سیاسي مخالفتونه پرېږدي د سولې ښه فرصت رامنځ ته شوی

9 دلو 1397 ساعت 8:29

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد پر افغانانو غږ کړی، چې سیاسي مخالفتونه پرېږدې او له رامنځ ته شوي، فرصته دې د جګړې د ختمېدو لپاره ګټه واخلي.


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد پر افغانانو غږ کړی، چې سیاسي مخالفتونه پرېږدې او له رامنځ ته شوي، فرصته دې د جګړې د ختمېدو لپاره ګټه واخلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي خلیلزاد دغه څرګندونې پرون دوشنبې د سلواغې ۸ مه کابل کې د امریکا سفارت کې خبریالانو ته کړې او ټینګار یې کړی، چې د سولې په اړه ښه فرصت رامنځ ته شوی دی.

نومووړي و ویل، چې امریکا په افغانستان کې د سولې رامنځ ته کېدو او جګړې ختمېدو ته بېړه لري او افغانان هم باید له دې فرصته ګټه پورته کړي.

هغه په قطر کې له طالبانو سره خپلې خبرې ګټورې بللې او ویلي یې دي، چې په اصولو کې د ځینو مهمو مسایلو د هوکړي په اړه له طالبانو سره توافق کړی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي طالبان یې دې ته هڅولي، چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي او همدا پیغام یې افغان حکومت ته هم رسولی دی.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی، چې قطر کې یې له طالبانو سره پر موقت حکومت او د راتلونکي نظام پر جوړېښت هېڅ ډول خبرې نه دي کړي.

هغه پر ټولو افغانانو غږ کړی، چې سیاسي مخالفتونه پرېږدي او د سولې له رامنځ ته شوي فرصته د جګړې د ختمېدو لپاره ګټه واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 112882

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112882/

جمهور
  https://www.jomhornews.com