د ناټو سرمنشي:له وخت نه مخکې د افغانستانه نه ووځو

9 دلو 1397 ساعت 8:52

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، له افغانستان د ځواکونو ایستلو په اړه خبرې له وخته وړاندې خبرې دي او ناټو بېړه نه لري.


د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، له افغانستان د ځواکونو ایستلو په اړه خبرې له وخته وړاندې خبرې دي او ناټو بېړه نه لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون د امریکا د دفاع وزارت له سرپرست پیټرک شناهن سره تر لیدنې وروسته په یوه خبري غونډه کې کړې دي.

نوموړي و ویل، چې ناټو د سولې د خبرو ملاتړ کوي، خو د افغانستان نه د ځواکونو ایستلو په اړه خبرې د وخت نه مخکې خبرې دي.

هغه زیاته کړې« موږ به د ضرورت ته زیات نه ایساریږو خو مونږ به د وخت نه مخکې و هم نه ووځو چې افغانستان بیا د یو داسې حالت سره مخ نه شي.»

د ناټو سرمنشي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې د امریکا د دفاع وزرت سرپرست هم ویلي، چې له افغانستانه یې د ټولو ځواکونو د ایتسلو امر نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څو ورځې وړاندې و ویل، چې امریکا په افغانستان کې سولې او له دغه هېواده د ځواکونو ایستلو ته جدي ده، خو نه غواړي، چې بیا دغه هېواد د ترهګرو په ځاله بدل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 112884

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112884/

جمهور
  https://www.jomhornews.com