د پاکستان لومړی وزیر:

د تورخم دروازه باید ۲۴ ساعته پرانستې وي

9 دلو 1397 ساعت 9:21

د پاکستان لومړي وزیر له افغانستان سره د اړیکو په ځانګړې ډول د سوداګریزه اړیکو د پراختیا په موخه امر کړی، چې د تورخم دروازه دې ۲۴ ساعته پرانستې وي.


د پاکستان لومړي وزیر له افغانستان سره د اړیکو په ځانګړې ډول د سوداګریزه اړیکو د پراختیا په موخه امر کړی، چې د تورخم دروازه دې ۲۴ ساعته پرانستې وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عمران خان دغه څرګندونې او امر پرون په یوه ټوېټ کې کړی او له پاکستاني حکومتي ادارو یې غوښتي، چې په را روانو شپږو میاشتو کې دې تورخم ۲۴ ساعته پرانستې وي.

عمران خان په خپله ټوېټر پانه لیکلي« دا ګام د دواړو وروڼو هېوادونو د دوه اړخیزه سوداګري په غوړېدو او د خلکو ترمنځ د وروګلوۍ اړیکو په ځواکمنیدلو کېدو کې مهم دی.»

د پاکستان لومړی وزیر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې راپورونو کې و ویل شول، پاکستان افغانستان ته د هند د هوايي سوداګریز دهلیز د بندولو هڅه کوي.

راپورونو کې ویل شوي و، پاکستان د هند ګارګو الوتکو ته اجازه نه ورکوي، چې د دوی له فضا افغانستان ته تېري دي.

تر دې وړاندې هم پاکستان په وار وار د سوداګرۍ په برخه کې له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا ژمنه کړې خو د افغان سوداګرو او سیاسیو په وینا هر ځل یې پر خپله ژمنه عمل نه دی کړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 112888

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112888/

جمهور
  https://www.jomhornews.com