کونړ کې يو پخوانی داعش او اوس طالب قوماندان وژل شوی دی

9 دلو 1397 ساعت 12:16

سیمه ییز چارواکي وايي، ځانګړو افغان ځواکونو کونړ ولایت کې د داعش یو پخوانی او اوس د طالبانو مهم قوماندان وژلی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، ځانګړو افغان ځواکونو کونړ ولایت کې د داعش یو پخوانی او اوس د طالبانو مهم قوماندان وژلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کونړ د والي ویاند غني مصمم ویلي، عملیات د ځانګړې صفر دوه قطعې له خوا تېره شپه (د سلواغې ۸مه) د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ په خلقلام سیمه کې شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه عملیاتو کې د طالبانو یو مهم قوماندان نجم الدین له دوه نورو ملګرو سره یو ځای وژل شوی او یو ملګری یې ژوندی نیول شوی دی.

د کونړ د والي ویاند وايي، نجم الدین وړاندې د طالبانو او وروسته د داعش یو مهم قوماندان و، چې تازه بېرته له طالبانو سره یو ځای شوی و.

باید و ویل شي، چې قوماندان نجم الدین د کرزي په مشرۍ په موقت حکومت کې د لنډ وخت لپاره د کونړ امنیه قوماندان هم وو.

هغه په تېرو څو کلونو کې څو ځلې له داعش او طالبانو سره یوې خوا بله خوا شوی او د حکومت پر ضد یې وسله وال فعالیتونه کول.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 
 


د مطلب کود: 112897

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112897/

جمهور
  https://www.jomhornews.com