پخواني ولسمشر کرزي له خلیلزاد سره پر افغان سوله خبرې کړې دي

9 دلو 1397 ساعت 14:23

مخکني افغان ولسمشر حامد کرزي د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.


مخکني افغان ولسمشر حامد کرزي د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي پرون دوشنبې د سلواغې ۸ مه ناوخته په خپل دفتر کې له خلیلزاد سره لیدلي دي.

د ښاغلي کرزي له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، په دغه ناسته کې کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم حضور درلود.

سرچینه کاږي، چې دواړو لورو پر افغان سوله خبرې وکړې او په دې اړه یې خپل نظرونه سره تبادله کړل.

ښاغلي کرزي ویلي، چې سوله د افغان ولس لومړی هیله او هدف دی او د سولې لپاره یې د ښاغلي خلیلزاد هڅې ګټورې بللې دي.

نوموړي سولې ته د رسېدو په برخه کې د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 112907

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112907/

جمهور
  https://www.jomhornews.com