۰

افغانستان د قرادادونو د شفافیت په برخه کې پنځه درجې ښه شوی دی

سی شنبه ۹ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۰
افغانستان د روڼیتا نړیوال سازمان په کلني راپور کې د فساد پر وړاندې مبارزه کې پرمختګ کړی او د قرادادونو د شفافیت په برخه کې یې پنځه درجې مختګ کړی دی.
افغانستان د قرادادونو د شفافیت په برخه کې پنځه درجې ښه شوی دی
افغانستان د روڼیتا نړیوال سازمان په کلني راپور کې د فساد پر وړاندې مبارزه کې پرمختګ کړی او د قرادادونو د شفافیت په برخه کې یې پنځه درجې مختګ کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد سازمان دغه راپور نن سه شنبې د سلواغې ۹ مه خپور کړی او په کې یې په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې له فساد سره مبارزه څېړلې ده.

د روڼتیا د نړیوال سازمان په راپور کې چې  د نړۍ په ١٨٠ هېوادونو کې په دې اړه سروې او پوښتنې کړې ویلي د افغانستان قراردادونو کې شفافیت رامنځ ته شوی او پنځه درجې پرمختګ یې کړی دی.

افغانستان په دې راپور کې چې په ۲۰۱۷ کال کې پر ۱۷۷ مقام وو، په ۲۰۱۸ کې ۱۷۲ مقام خپل کړی دی، په داسې حال کې، چې تر دې وړاندې کلونو کې یې لومړي، دويم، درېيم او څلورم مقامونه خپل کړي وو.

په دې لېست کې په فساد کې سوريه دويم، سوېلي سوډان درېيم، يمن څلورم، شمالي کوريا پنځم، سوډان شپږم، ګيني باسو اووم، اېکواټوريا ګوينيا اتم ، افغانستان نهم او ليبيا لسم مقام خپل کړى دى.

د دغه سازمان د راپور له مخې، ډنمارک لومړى پاک هېواد، نيوزيلينډدويم، فنلينډ درېيم، سينګاپور څلورم، سويډن پنځم، سويس شپږم، ناروې اووم، هالينډ اتم، کاناډا نهم او لوګزمبورګ د نړۍ لسم پاک هېواد اعلان شوى دى.

افغانستان د ياد سازمان له خوا ١٦ نومرې ترلاسه کړې دي په ٢٠١٦  او ٢٠١٧ کال کې افغانستان ١٢ نومرې اخيستې وې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، پاکستان ١٢١ او هندوستان په ٣٨ نومرو ٨٣ م مقام خپل کړى دى.

امريکا ٢٢، بريتانيا ١١ او چين نويم مقام خپل کړى دى.

د روڼتيا نړيواله اداره وايي چې له واک او دندې ناوړه ګټه اخيستنه، پټې معاملې او رشوت اخيستل په نړيواله کچه د فساد لامل شوي او دغو کارونو ټولنو ته ډېر زيان رسولى دى.

د روڼتيا نړيواله اداره چې په ۱۹۹۳ ميلادي کال کې جوړه شوې او مرکز يې په برلين کې دى، د نړۍ په يو سلو اتيا هېوادونو کې دفترونه لري چې د فساد په اړه معلومات راټولوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي