د حکمتیار د ټاکنیز ټیم دوهم مرستیال ټپي شوی دی

10 دلو 1397 ساعت 8:24

راتلونکو ولسشمریزه ټاکنو ته د نوماند ګلبدین حکمتیار دوهم مرستیال مفتي حفیظ الرحمن نقي په یوه وسله وال برید کې ټپي شوی دی.


راتلونکو ولسشمریزه ټاکنو ته د نوماند ګلبدین حکمتیار دوهم مرستیال مفتي حفیظ الرحمن نقي په یوه وسله وال برید کې ټپي شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پر نقي پرون سه شنبې د سلواغې ۹ مه ماښام مهال د کابل ښار په دوغ آباد سیمه کې وسله وال برید شوی دی.

د اسلامي حزب د دارالانشا ریاست غړي هارون زاخېلوال ویلي مفتي حفيظ الرحمن نقي له دارالامان دفتر څخه خپل کور ته په لاره و، چې په دوهم آباد سیمه کې یې کور ته نېږدې پرې وسله وال برید شوی دی.

نوموړي ویلي، چې په دغه وسله وال برید کې مفتي نقي او د هغه سکرتر ټپیان شوي او دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

تر اوسه نه ده معلومه چې پر ښاغلي نقي برید د چا له خوا شوی او نه یې هم چا مسوولیت پر غاړه اخیستی.

کابل پولیسو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د اسلامي حزب مرستیال ویاند فضل غني حقمل هم د دغه خبر پخلی کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 112920

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112920/

جمهور
  https://www.jomhornews.com