بلوچستان کې د پاکستاني پولیسو پر یوه مرکز وسله وال برید شوی

10 دلو 1397 ساعت 8:36

راپورونه وايي، د بلوچستان په لورلايي کې د پاکستاني پولیسو پر مرکزي دفتر ځانمرګی ډله ییز وسله وال برید شوی او ۳۰ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


راپورونه وايي، د بلوچستان په لورلايي کې د پاکستاني پولیسو پر مرکزي دفتر ځانمرګی ډله ییز وسله وال برید شوی او ۳۰ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې برید پرون سه شنبې د سلواغې ۹ مه د بلوچستان په لورلايي کې د پولیسو انسپکټرجنرل پر مرکزي دفتر شوی دی.

ځايي پولیس چارواکو ویلي برید هغه مهال وشو، چې یاد مرکز ته د نویو سرتېرو د جلب او جذب دفتر مخې ته خلک کتار ولاړ وو.

د بلوچستان کورنیو چارو ایالتي وزیر میر ضیاالله لانګو ویلي، یوه بریدګر دروازه کې په ځان پورې تړلیو باروتو ته چاودنه ورکړه او دوه نور ودانۍ ته ننوتل.

د هغه په وینا په ځانمرګي برید کې ۹ پولیس وژل او ۲۱ تنه نور ټپیان شوي، چې یو هم په کې پولیس دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د پولیسو په ځوابیه برید کې دوه نور وسله وال بریدګر وژل شوي دي.

د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر ویلي ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیايي حالت نازک دی.

د برید مسوولیت پاکستاني طالبانو پر غاړه اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 112922

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112922/

جمهور
  https://www.jomhornews.com