عطامحمد نور له خلیلزاد سره پر افغان سوله خبرې کړې دي

10 دلو 1397 ساعت 9:02

د جمعیت ګوند اجرائیه رییس عطا محمد نور د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په خبرو کې پر افغان حکومت غږ کړی، چې په واضح ډول د سولې له پروسې ملاتړ وکړي.


د جمعیت ګوند اجرائیه رییس عطا محمد نور د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په خبرو کې پر افغان حکومت غږ کړی، چې په واضح ډول د سولې له پروسې ملاتړ وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي نور تېره شپه (د سلواغې ۹ مه) له خلیلزاد سره په کتنه کې پر افغان سولې خبرې کړې او په براخ بنسټ او ټول شموله سوله یې ټینګار کړی دی.

هغه د سولې په برخه کې د خلیلزاد هڅې هم ستایلي او ویلي یې دي، چې سوله د افغان ولس جدي غوښتنه ده خو په وینا یې په دغه پروسه کې د حکومت په ګډون ټول سیاسي اړخونه برخه ولري.

نوموړي ټینګار کړی، چې د سولې په اړه باید د ټولو ګاونډیو هېوادونو سره سلا مشورې او خبرې وشي او په دې پروسه کې د هېڅ هېواد ګټې باید زیان ونه ویني.

ښاغلي نور د سولې د خبرو لپاره د سیاسي ګوندونو او سیاسي څېرو د یوې لویې اجماع تر څنګ سیاسي ګوندونه باید نېغ په نېغه له طالبانو سره خبرې وکړي.

د جمعیت ګوند اجرائیه رییس دا هم ویلي، چې حکومت باید د سولې د بریالي کېدو پروسه کې باید ځان څنډې ته نه کړي او په واضح ټول له دغه پروسې ملاتړ وکړي.

نور دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ولسمشر غني دوه ورځې وړاندې په یوه پیغام کې و ویل، چې ژر او باتدبیره سوله غواړي نه داسې سوله چې د ډاکتر نجیب الله د وخت تېروتنې بیا تکرار شي.

جمهورخبري آژانس:کابل



 


د مطلب کود: 112925

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112925/

جمهور
  https://www.jomhornews.com