۰
د امریکا د سنا جرګې مشر:

ټرمپ ته و وایۍ چې له افغانستان او سوریې ځواکونه ونه باسي

چهارشنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۵
د امریکا د سنا جرګې مشر د جرګې پر غړو غږ وکړ، چې د امریکا متحده ایالاتو له حکومته په کلکه وغواړي، چې خپل ځواکونه له افغانستان او سوریې ونه باسي.
ټرمپ ته و وایۍ چې له افغانستان او سوریې ځواکونه ونه باسي
د امریکا د سنا جرګې مشر د جرګې پر غړو غږ وکړ، چې د امریکا متحده ایالاتو له حکومته په کلکه وغواړي، چې خپل ځواکونه له افغانستان او سوریې ونه باسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ له سوريې د ځواکونو د ایستلو اعلان کړی خو د افغانستان په اړه لا هم خبره ګونګه ده، خو امریکايي چارواکي وايي، دوی له افغانستان د سرتېرو ایستلو او په دغه هېواد کې سولې ته جدي دي.

د امریکا د سنا جرګې جمهوري پاله د اکثریت مشر میچ مکنېل همدې ته په اشارې د سنا له غړو غوښتي، چې ولسمشر ټرمپ ته په کلکه و وایي، چې له افغانستان او سوریې ځواکونه ونه باسي.

نوموړي پرون سه شنبې د جنورۍ ۲۹ مه ویلي، امریکا ځکه باید ځواکونه ونه باسي، چې سختدریځې اسلامي ډلې په دواړو هېوادونو کې د امریکا متحدو ایالتونو ته جدي خطر پېښوي.

هغه په خپلو خبرو زیاته کړې ده« موږ د نړۍ ژاندارم (پولیس) نه یوو، خو موږ د ازادې نړۍ مشران یوو او دا د امریکا مسوولیت دی چې د نړیوال تروریزم پر ضد د نړیوال ايتلاف مشري وکړي او زموږ له متحدانو سره ودرېږي.»

د امریکا د سنا مشر وايي، د پراخ منځني ختیځ د امنیت په لایحه کې یې د تعدیل وړاندیز هم کړی، چې پر بنسټ به یې تر هغه پورې د امریکايي پوځیانو پر حضور ټینګار شوی، چې القاعده، داعش او نورې سختدریځې ډلې ماتې شوې نه وي.

باید و ویل شي، چې د پراخ منځني ختیځ د امنیتي لایحې پر تعدیل په سنا جرګه کې بحث کېږي خو تراوسه څرګنده نه ده چې کله به د تصویب لپاره رایو ته وړاندې شي.

د دې لپاره چې دا تعدیل پر قانون بدل شي د امریکا د استازو جرګې د غړیو او ولسمشر ټرمپ تصویب ته هم اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي