۰

د امریکا د ملي استخباراتو مشر: پاکستان به د طالبانو ملاتړ پرېنږدي

چهارشنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۹
د امریکا د ملي استخباراتو ادارې مشر ډان کوټس وايي، پاکستان لاهم د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او دغه هېواد به د یاد ډولو له ملاتړه لاس په سر نه شي.
د امریکا د ملي استخباراتو مشر: پاکستان به د طالبانو ملاتړ پرېنږدي
د امریکا د ملي استخباراتو ادارې مشر ډان کوټس وايي، پاکستان لاهم د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او دغه هېواد به د یاد ډولو له ملاتړه لاس په سر نه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ډان کوټس پرون سه شنبې د جنورۍ ۲۹ مه د امریکا سنا ته غوښتل شوی و او هلته یې امریکا ته د متوجه امنیتي ګواښونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

نوموړي په خپلو خبرو کې و ویل، د امریکايي استخباراتو ارزونه ښيي، چې پاکستان لا هم په کشمیر او افغانستان کې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ملاتړ ته ادامه ورکوي او د دوی پر مټ په افغانستان او هند کې جګړې پر مخ وړي.

د امریکا د ملي استخباراتو مشر ټینګار کړی، چې پاکستان به د طالبانو ملاتړ پرې نږدي نو ځکه د دې احتمال شته چې دغه جګړه اوږده شي.

خو په وینا یې په افغانستان کې به هېڅ لوری هم د جګړې له لارې بریالی نه شي او ښه به دا وي، چې دغه ستونزې ته سیاسي حل لار ولټول شي.

هغه ټینګار کړی، چې د دې لپاره باید لومړی پاکستان د ترهګرو ډلو له ملاتړه راوګرځول شي او په افغانستان کې سیاسي جوړجاړي ته لار هواره شي.

د امریکا د ملي استخباراتو مشر دغه څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې د امریکا د سنا جرګې مشر د جرګې پر غړو غږ کړی، چې د امریکا متحده ایالاتو له حکومته په کلکه وغواړي، چې خپل ځواکونه له افغانستان او سوریې ونه باسي.

د امریکا د سنا جرګې جمهوري پاله د اکثریت مشر میچ مکنېل  ویلي، امریکا ځکه باید ځواکونه ونه باسي، چې سختدریځې اسلامي ډلې په دواړو هېوادونو کې د امریکا متحدو ایالتونو ته جدي خطر پېښوي.

هغه په خپلو خبرو زیاته کړې ده« موږ د نړۍ ژاندارم (پولیس) نه یوو، خو موږ د ازادې نړۍ مشران یوو او دا د امریکا مسوولیت دی چې د نړیوال تروریزم پر ضد د نړیوال ايتلاف مشري وکړي او زموږ له متحدانو سره ودرېږي.»

د امریکا د سنا مشر وايي، د پراخ منځني ختیځ د امنیت په لایحه کې یې د تعدیل وړاندیز هم کړی، چې پر بنسټ به یې تر هغه پورې د امریکايي پوځیانو پر حضور ټینګار شوی، چې القاعده، داعش او نورې سختدریځې ډلې ماتې شوې نه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي