۰

ډاکتر عبدالله له الیس ویلز سره پر افغان سوله خبرې وکړې

چهارشنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۷
د افغان حکومت اجرائیه رییس د جنوبي او مرکزي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
ډاکتر عبدالله له الیس ویلز سره پر افغان سوله خبرې وکړې
د افغان حکومت اجرائیه رییس د جنوبي او مرکزي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي عبدالله له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، عبدالله تېره شپه (د سلواغې ۹مه ) له مېرمن ویلز سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، مېرمن ویلز د سولې په تړاو د امریکا او طالب استازو تر منځ د شویو خبرو معلومات له ښاغلي عبدالله سره شریک کړل.

سرچینه دا هم وايي، مېرمن ویلز په دغه خبرو کې د افغانستان له راتلونکو شفافه ولسمشریزه ټاکنو چې ولس واکۍ ته زمینه برابروي، هم د امریکا د ملاتړ ډاډ ورکړ.

بل پلو عبدالله په دغه ناسته کې د افغان سولې لپاره د امریکا له هڅو هر کلی کړی او ټینګار یې دا و، چې په هېواد کې د تل پاتې سولې لپاره باید د سولې خبرې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت تر سره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي