۰
شېر محمد عباس ستانکزی:

امریکا منلې چې ټول نظامي او غیر نظامي ځواکونه به له افغانستانه باسي

چهارشنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۸
له امریکا سره د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شېر محمد عباس ستانکزی وایي، امریکا له طالبانو سره منلې، چې ټول بهرني ځواکونه به له افغانستانه باسي.
امریکا منلې چې ټول نظامي او غیر نظامي ځواکونه به له افغانستانه باسي
 له امریکا سره د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شېر محمد عباس ستانکزی وایي، امریکا له طالبانو سره منلې، چې ټول بهرني ځواکونه به له افغانستانه باسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ستانکزي دغه څرګندونې په یوه تازه مرکه کې کړې دي او ویلي یې دي، چې د قطر په خبرو کې له امریکايي پلاوي سره پر دوه ټکو توافق ته رسېدلي.

نوموړي دغه دوه ټکي یو له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل او بل هم دا چې د افغانستان خاوره به بیا د امریکا، د هغوی د متحدینو او ګاونډیو پر ضد نه کارول کېږي، یاد کړي دي.

د هغه په وینا دوی درې ځله له امریکايي پلاوي سره په دوحه او ابوظبۍ کې پر ګڼو مسایلو خبرې کړې، خو باالاخره پر همدغه دوه ټکو توافق وشو، چې بیا به پرې خبرې کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د قطر وروستۍ ناسته هم د تېرو ناستو په تړاو شوې او په دې کې پر همدې دوه ټکو توافق وشو او امریکا ومنله چې ټول ځواکونه به له افغانستانه باسي.

هغه په دې مرکه کې ویلي«موږ امریکا ته صراحت و ویل، چې یو بهرنی سرتېری په افغانستان موجود وي زموږ جهاد به ادامه لري، هغوی راسره موافقه وکړه، چې خپل ټول نظامي او غیر نظامي ځواکونه به له افغانستانه باسي، ان که په راتلونکې د خپل سفارت لپاره ساتونکي ساتي هم هغه به د سفارت د ننه وي، هغو و ویل، چې موږ نه په افغانستان کې دایمي حضور او نه هم اډې غواړو، خو په دې شرط چې ډاډ راکړی، چې افغانستان به نور د امریکا، د متحدینو او د ګاونډیو پر ضد نه کارول کېږي، موږ هم دا ورسره منلې او د همدې دوه موضوعاتو لپاره مو د ددوه تخینکي کمېټو پر جوړلو موافقه کړې، دغه کمېټې به په دې اړه کار کوي او وروسته به د راتلونکې فبروی میاشتې په ۲۵ مه بیا سره کېنو او د کمېټو تر کارونو وروسته به د ملګرو ملتونو، اسلامي کنفرانس او نورو هېوادونو په حضور او ضمانت کې پرېکړه کېږي.»

ستانکزي په دې اړه چې ولې د قطر د خبرو په پای کې ګډه اعلامیه خپره نه شوه ویلي، چې دا چې امریکايي لوري په دې خبرو کې له افغان حکومت سره د خبرو او اربند مساله یاده کړه او د طالبانو له خوا رد شوه نو ځکه ګډه اعلامیه خپره نه شوه.
ده ویلي«امریکایانو د وتلو پر مهال د مکمل اوربند او د کابل له ادارې سره د خبرو مساله یاده کړه، خو موږ دا رد کړه او ورته مو ویل تر څو چې ټول بهرنیان نه وي وتلي دا امکان نه لري، موږ ورته و ویل، هغه مسایل چې په تاسو پورې اړه لري لکه د ځواکونو ایستل، تور لېست، د بندیانو خلاصون او تبادله، د سیاسي دفتر په رسمیت پېژندل لومړی باید دا کارونه وشي، او په ورسته مسایلو چې په افغانانو پورې اړه لري هغه به بیا وروسته په خپل وخت کېږي.»

عباس ستانکزي د افغان لوري سره د سولې په اړه ویلي، چې دوی اوس هم د کابل له ادارې سره نه بلکې له نورو سیاسي جریانونو، ګوندونو، سیاسي جریانونو، قومي مشرانو او علماو سره په تماس کې دي او ان له وړاندې یې په ځینو هېوادونو کې ورسره خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي