کابل کې د امریکا پخوانی سفیر:

امریکا د طالبانو هره خپل منل پیل کړي دا سوله نه بلکې د تسلیم په مانا ده

10 دلو 1397 ساعت 13:39

کابل کې د امریکا پخوانی سفیر راین کراکر وايي، له طالبانو سره د امریکا د خبرو اوسنۍ روانه پڼه د سولې نه بلکې د تسلیمۍ په مانا ده.


کابل کې د امریکا پخوانی سفیر راین کراکر وايي، له طالبانو سره د امریکا د خبرو اوسنۍ روانه پڼه د سولې نه بلکې د تسلیمۍ په مانا ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کراکر واشنګټن پوست ورځپاڼې ته په خپله تازه مرکه کې ویلي، امریکا د طالبانو د هرې خبرې منل پیل کړي، چې داسې باید ونه شي.

نوموړی ویلي امریکا چې له طالبانو سره خبرې په کومه بڼه روانې کړې دا د سولې په مانا نه بلکې د تسلیم په نا ده، ځکه امریکا د دوی خبرې باید هغه وخت منلې واي، چې طالبانو له افغان حکومت سره خبرو ته غاړه اېښې واي.

هغه زیاته کړې«په دې خبرو کې باید افغان حکومت شامل وای، امریکا باید په هغه صورت کې د طالبانو خبرې منلې واي، چې دوی له افغان حکومت سره مذاکراتو ته تیاری ښودلی واي.»

دغه پخواني ديپلومات ټینګار کړی، چې امریکا د طالبانو د هرې خبرې منل پیل کړي په داسې حال کې، چې په افغانستان کې ۱۷ کاله له دغه ډلې سره جګړه شوې، ۱۷ کاله امریکايي او افغان ځواکونو قربانۍ ورکړې دي.

نوموړي ویلي امریکا ته پکار ده، چې خپل دریځ ثابت وساتي او د افغان حکومت استقلالیت ته درناوی وکړي او امریکا باید پر طالبانو دا ومني، چې مذاکرات د افغان حکومت په حضور کې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 112943

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112943/

جمهور
  https://www.jomhornews.com