۰
واشنګټن ایکزماینر:

ټرمپ به افغانستان کې سوله ته په تمه نه شي بلکې خپل ځواکونه به وباسي

چهارشنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۳
واشنګټن ایکزماینر نشریه په خپله یوه مقاله کې د افغانستان د جګړې په اړه وايي ټرمپ ته مهمه نه ده، چې د سولې خبرې پایلې ته رسېږي کنه، خو هغه به خپل سرتېري له افغانستان وباسي.
ټرمپ به افغانستان کې سوله ته په تمه نه شي بلکې خپل ځواکونه به وباسي
واشنګټن ایکزماینر نشریه په خپله یوه مقاله کې د افغانستان د جګړې په اړه وايي ټرمپ ته مهمه نه ده، چې د سولې خبرې پایلې ته رسېږي کنه، خو هغه به خپل سرتېري له افغانستان وباسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې نشریې په دغه مقاله کې زیاته کړې، چې امریکا هر کال د میلیاردونو ډالرو په لګولو په دې بریالۍ نه شوه، چې دغه جګړه کابو کړي او په افغانستان کې یو پياوړی پوځ جوړ کړي.

د مطلب لیکوال يټنګار کړی، چې«د امریکایانو میلیاردونه ډالر په افغانستان کې ولګېدل خو نه ترهګري ختمه شوه او نه هم له فساد پاک افغان پوځ جوړ شو.»

په دغه مطب کې ویل شوي، له همدې امله د ټرمپ حکومت په امریکا کې تر سخت فشار لاندې دی چې په افغانستان کې دې بېځایه لګښتونه او بې ګټې نظامي حضور پای ته ورسوي.

واشنګټن ایکزماینر لیکي ټرمپ به دې ته په تمه نه شي چې د سولې خبرې پایلې ته رسېږي کنه، بلکې هغه به د سرتېرو په ایستلو ټینګار وکړي د خپلو پوځيانو د وتلو پر لارو چارو به فکر وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي