۰

پاکستان بیا په کونړ توپونه ویشتلي او درې ماشومان یې ټپیان کړي

پنجشنبه ۱۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۸
سیمه ییز چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا له ډېورنډ کرښې پورې غاړې نه پر کونړ ولایت توپونه توغلي دي.
پاکستان بیا په کونړ توپونه ویشتلي او درې ماشومان یې ټپیان کړي
سیمه ییز چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا له ډېورنډ کرښې پورې غاړې نه پر کونړ ولایت توپونه توغلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کونړ والي عبدالستار میرزکوال ویلي، پاکستاني ځواکونو تېر ماښام د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ د ننګه سر او ګلاپړۍ پر سیمو توپونه ویشتلي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه بریدونو کې درې ماشومات ټپیان شوي دي.

والي وايي، خپلو سرتېرو ته یې امر کړی، چې د پاکستاني ځواکونو د دې اقدام کلک ځواب و وايي.

باید و ویل شي، چې پاکستان له تېرو اتو کلونو راهیسې پر کونړ او ځینو نورو ختیو ولایتونو توپونه او توغندي ویلي، چې خلکو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي