۰

ننګرهار کې ۲۱ وسله وال د سولې له پروسې سره یو ځای شوي دي

پنجشنبه ۱۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۲
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې ۲۱ تنه وسله وال له جګړې لاس په سر او د سولې له پروسې سره یو ځای شول.
ننګرهار کې ۲۱ وسله وال د سولې له پروسې سره یو ځای شوي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې ۲۱ تنه وسله وال له جګړې لاس په سر او د سولې له پروسې سره یو ځای شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي دغه وسله وال د ملي امنیت ریاست په هڅو د سولې له پروسې سره یو ځای شوي دي.

د ننګرهار مرستیال والي حبیبي کاکړ ویلي د سولې له پروسې سره یو ځای شویو وسله والو تر دې وړاندې په لعلپورې او مومنددرې ولسوالیو کې د دولت ضد فعالیتونه تر سره کول.

نوموړي زیاته کړه، چې یاد کسان پرون چهارشنبې د سلواغې ۱۰ مه د سولې له پروسې سره یو ځای او خپلې وسلې یې ملي امنیت ته وسپارلې.

د چارواکو په خبره د سولې له پروسې سره یو ځای شویو وسله والو کې ۲۰ تنه یې طالبان او یو یې هم داعش وسله وال دی.

دوی ورسره ۲۱ میله ډول ډول سپکې او درنې وسلې هم ملي امنیت ته وسپارلې او وايي، د ځینو بهرنیانو له خوا جګړې ته هڅول شوي و، خو اوس وپوهېدل، چې دا جګړه جهاد نه بلکې د نورو د کټو لپاره ده.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي