۰
جان کېري:

ټرمپ امریکا په ټوله نړۍ کې شرموي

پنجشنبه ۱۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۴
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني وزیر جان کېري د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر بهرني سیاست سخته نیوکه کړې او ویلي یې دي، ټرمپ امریکا په ټوله نړۍ کې شرموي.
ټرمپ امریکا په ټوله نړۍ کې شرموي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني وزیر جان کېري د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر بهرني سیاست سخته نیوکه کړې او ویلي یې دي، ټرمپ امریکا په ټوله نړۍ کې شرموي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جان کېږي ټینګار کړی، چې د دغه ولسمشر له خوا د دیپلوماستې په مکمله توګه نالیدلې نیول به موږ په نړۍ کې وشرموي.

کېري دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ په یوه ټوېټ کې پر استخباراتي ادارو نیوکې وکړې او ویې ویل، چې د امریکا استخبارات ناپوه دي.

ټرمپ دغه ټوېټ وروسته له هغې وکړ، چې د امریکا د ملي استخباراتو چارواکو سنا ته و ویل، چې ایران امریکا ته لوی ګواښ نه دی.

نوموړي ویلي«د دې هېواد استخباراتي ادارې ډېرې ناپوهه دي او پر دې یې سر سم نه دی خلاص چې ایران څومره لوی ګواښ دی. ولسمشر ټرمپ پرون چارشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د امریکا د استخبارتو کسان باید له سره ښوونځي ته ولاړ شي.»

د ټرمپ له دې ټوېټ وروسته جان کېري لیکلي«ټرمپ موږ په نړۍ کې شرموي، او زموږ د دیموکراسۍ بنسټ له منځه وړي، ما د امریکا په دولت کې د ټرمپ په شان خطرناک ولسمشر نه دی لیدلی، هېڅ وخت ما نه دي لیدلي، چې د امریکا ولسمشر دې د ټوېټ له لارې ملي امنیت وګواښي.»

کېري د دیموکرات ګوند پلویان دې ته رابللي، چې د امریکا د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره چمتوالی ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي