۰

ولسمشر غني د امریکا ولسمشر ټرمپ ته یو لیک لېږلی دی

پنجشنبه ۱۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۹
نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته یو لیک لېږلي او په کې یې ځینې وړاندیزونه کړي دي.
ولسمشر غني د امریکا ولسمشر ټرمپ ته یو لیک لېږلی دی
نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته یو لیک لېږلي او په کې یې ځینې وړاندیزونه کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نیویارک ورځپاڼې ویلي، ولسمشر غني دغه لیک د جنوبي او مرکزي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز په لاس ټرمپ ته لېږلی دی.

سرچینې زیاته کړې، چې ولسمشر غني په دغه لیک کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د لګښتونو او شمیر کمولو په اړه وړاندیزونه کړي دي.

ورځپاڼه لیکي درې چارواکو ورته دا تایید کړې ده چې دغسې یو لیک استول شوی او یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي چې د ورځپاڼې د ادعا له مخې دا لیک یې لیدلی له نوم پرته ویلي افغان ولسمشر له خپلو همکارانو په دې اړه چې څنګه د بهرنیو ځواکونو لګښت را کم کړي او څه ډول یې شمېر لږ شي اوږدې خبرې کړې.

سرچینې ویلي، چې په دې په دې سلا مشورو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پخواني امریکایي قوماندان جنرال جان نیکولسن هم برخه لرله.

دې امریکايي چارواکي زیاته کړې په دې لیک کې غوښتنه شوې چې دواړه لوري کارډلې وټاکي چې د امریکايي ځواکونو لګښتونه څنګه کمېدی شي او څنګه شوني ده چې د ځواکونو شمیر داسې یوې کچې ته کم کړل شي چې ډیر اغیزمن وي.

نیویارک ټایمز ویلي په دغه لیک کې د افغان ولسمشر د وړاندیزونو له مخې په افغانستان کې د امریکايی ځواکونو لګښت په کال کې دوه ملیارده ډالره کمېدی شي او د ځواکونو شمیر تر درې زرو ټیټیدی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي