۰

په یوه ترافيکي پېښه کې ‍۱۴ تنه ټپیان شوي دي

پنجشنبه ۱۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۸
سیمه ییز چارواکي وايي، د پروان – کابل پر لویه لار د یوه مسافر وړونکي بس موټر د چپه کېدو له امله ۱۴ تنه ټپیان شوي دي.
په یوه ترافيکي پېښه کې ‍۱۴ تنه ټپیان شوي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، د پروان – کابل پر لویه لار د یوه مسافر وړونکي بس موټر د چپه کېدو له امله ۱۴ تنه ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن پنشنبې د سلواغې ۱۱ مه پر یاده لویه لار د پروان ولایت د میربچه کوټ ولسوالۍ د دکو په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د میربچه کوټ ولسوال عبدالرحیم راشد وايي، مسافر وړونکی بس موټر له کابله- شمال ته پر لار و، چې په یاده سمیه کې له سرکه واوښت او چپه شو.

نوموړي ویلي، چې په دغه پېښه کې ۱۴ تنه مسافر ټپیان شوي، چې مېرمنې او ماشومان هم په کې دي.

د ولسوال په خبره ټپیان کابل کې ایمرجنسۍ روغتون ته د درملنې په موخه وړل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:پروان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي