۰

فراه کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

شنبی ۱۳ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۲
د کورنیو چارو وزات فراه ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.
فراه کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده
د کورنیو چارو وزات فراه ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، افغان ځواکونو پرون (جمعه) د فراه په خاک سفید او پشتکو ولسوالیو کې د طالبانو پر پټنځاینو عملیات کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي، ۷ تنه ټپیان او ۸ تنه نور د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

خبرپاڼه وايي، په وژل شویو کسانو کې د قاضي قاري عبدلقادر په نوم د وسله والو طالبانو یو مهم قوماندان هم شامل دی.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې په دې هوايي بریدونو کې د وسله والو طالبانو دوه عرادې موټر او یوه اندازه وسلې هم له منځه وړل شوې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي