۰
سیاسي ګوندونه:

د افغان حکومت له حضور پرته د مسکو غونډه ګټوره نه ده

شنبی ۱۳ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۴
ځینې سیاسي ګوندنو پخلی کړي، چې مسکو کې د دوی او طالبانو تر منځ غونډه جوړېدونکې ده، خو وايي، د افغان حکومت له حضور پرته به دا غونډه کومه پایله ونه لري.
د افغان حکومت له حضور پرته د مسکو غونډه ګټوره نه ده
ځینې سیاسي ګوندنو پخلی کړي، چې مسکو کې د دوی او طالبانو تر منځ غونډه جوړېدونکې ده، خو وايي، د افغان حکومت له حضور پرته به دا غونډه کومه پایله ونه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې روسي سرچینو خبر ورکړی، چې دوی د روانې فبرورۍ میاشتې په پنځمه نېټه مسکو کې د افغان سولې په تړاو غونډه جوړوي.

روسیې ویلي دغه غونډې ته د افغانستان د سیاسي ګوندونو او طالبانو استازي وربلل شوي او موخه یې دا ده، چې د افغان ستونزې ښکېلې غاړې یو بل ته نېږدې او روانو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین هم پخلی کړی چې د دوی یو پلاوی به مسکو ته ولاړ شي او له افغان سیاسیونو سره به پر دې خبرې وکړي، چې څنګه کولی شي افغانستان کې سوله ټينګه شي.

ویل کېږي، د مسکو دغه غونډې ته محمد محقق، عطا محمد نور، محمد اسماعیل خان او پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم وربلل شوي، چې ښايي ورشي.

غونډې ته د افغان حکومت استازي نه دي وربلل شوي، خو د بهرنیو چارو وزارت وايي، په غونډه کې ګډون نه کوي او نه به هم کومه ګټه ولري.

اسلامي حزب هم وايي، دوی هم دغه غونډې ته وربلل شوي او سیاسي غړی یې همایون جریر وايي، حکمتیار هم دغه غونډې ته وربلل شوی او د حزب یو پلاوی به مسکو ته ولاړ شي.

همایون جریر جمهور خبري آژانس ته و ویل، که څه هم د مسکو د غونډې اجنډا تر اوسه مشخصه شوې نه ده، خو د حزب پلاوی به له طالب استازو سره پر افغان سوله خبرې وکړي.

د هغه په وینا سره له دې چې روسیه د افغان سولې په برخه کې کلیدي رول لري، خو د افغان حکومت له حضور پرته به د مسکو غونډه کومه پایله ونه لري.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې ځینې غړي هم وايي، چې سوله افغانستان ته مهمه ده، خو په وینا یې دا د رامنځ ته کېدو په برخه کې یې ځینې اندېښنې شته.

د ولسي جرګې غړي قاضي نذیر احمد حنفي جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې په مسکو کې د سیاسي ګوندونو او طالبانو تر منځ جوړېدونکې غونډه یو اړخیزه ده او د افغان حکومت له شتون پرته به کومه پایله ونه لري.

هغه پر سیاسي ګوندونو او افغان حکومت غږ وکړ، چې د سولې په اړه یو واحد نظر او موقف ونیسي او یوه ادارسه دغه خبرې مخ ته یوسي.

د حنفي په وینا که داسې ونه شي، نه به د سولې خبرې کومې پایلې ته ورسېږي او نه به هم په افغانستان کې روانې ناخوالې پای و مومي.

جمهورخبري آژانس:وحیدفرزان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي