۰

تر راتلونکو لسو کلونو به د افغانستان نفوس دوه برابره شي

شنبی ۱۳ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۷
عامې روغتیا وزارت ورځ تر بلې د نفوس د زیاتېدو خبر ورکوی وايي، تر راتلونکو لسو کلونو پورې به د افغانستان نفوس دوه برابره شي.
تر راتلونکو لسو کلونو به د افغانستان نفوس دوه برابره شي
 عامې روغتیا وزارت ورځ تر بلې د نفوس د زیاتېدو خبر ورکوی وايي، تر راتلونکو لسو کلونو پورې به د افغانستان نفوس دوه برابره شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروزالدین فیروز نن شنبې د سلواغې ۱۳ مه کابل کې د کورنۍ تنظیم د ملي کنفرانس په غونډه کې دغه څرګندونې وکړې.

دغه کنفرانس چې په افغانستان کې د نفوس د کنټرول او هغوی ته د پانګونې زمینې د برابرولو په موخه دی، د عامې روغتیا وزیر و ویل، چې اوس مهال په افغانستان کې د نفوس زیاتېده ۲.۳ سلنه ده او د همدې پر بنسټ به په راتلونکو لسو کلونو کې د افغانستان ۳۰ میلیونو نفوس په ۲۰۳۰ کال کې ۶۰ میلیونو ته ورسېږي.

نوموړي دا هم و ویل، چې د افغانستان روان امنیتي، اقتصادي او روغتیايي حالت ته په کتو ورځ تر بلې د نفوس زیاتېدا د اندېښنې وړ ده او د کورنۍ د تنظیم او نفوس د کنټرول لپاره باید پراخ اقدامات تر لاس لاندې ونیول شي.

یاد وزارت وايي، دوی د همدغه کورنۍ تنظیم او نفوس د کنټرول برنامې پر اساس د زېږون تر منځ فاصله، کم اولاد راوړنه او ځینې نورې طرحې تر لاسه لاندې نیولې او کار ورته کوي، خو په وینا یې، ناامنۍ، پراخ فقر او بې سوداي یې پر وړاندې لوی خنډ دی.

د عامې روغتیا وزیر و ویل، چې د دوی د دغه کړنلارې او عامه پوهاوی له لارې تر اوسه د افغانستان ۲۰ سلنه خلک له دوی سره همغږي دي او تر ۲۰۲۰ پورې ښايي دغه سلنه ۳۰ تنه ورسېږي، خو په خبره یې دا بسنه نه کوي.

په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکتر بارا بنت په افغانستان کې د نفوس د رشد د مخنیوي لپاره د عامې روغتیا وزارت د کورنۍ د تنظیم کړنلاره حیاتي وبلله.

د هغه په وینا که چېرې افغان حکومت پر دغه کړنلار ۳۰ سلنه پانګونه وکړي، نو ۴۰ سلنه د میندو او ۴۸ سلنه به د نوي زېږدو ماشومانو د مړینې مخه ونیول شي.

د عامې روغتیا د چارواکو په وینا دمګر ۳۲ سلنه خلک د دوی له دغه کړنلارې سره همغږي دي، خو لا یې هم ۶۱ سلنه خلک مخالفت کوي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي