د کورنیو چارو وزارت د لرې کړی شویو جنرال پر ځای نوي کسان وګمارل شول

13 دلو 1397 ساعت 14:30

د ولسمشر غني د یوه تازه حکم له مخې د کورنیو چارو وزارت د درې لرې کړای شویو لوړ پوړو جنرالانو پر ځای نوي کسان په دندو وګمارل شول.


د ولسمشر غني د یوه تازه حکم له مخې د کورنیو چارو وزارت د درې لرې کړای شویو لوړ پوړو جنرالانو پر ځای نوي کسان په دندو وګمارل شول.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ باوري سرچینو ویلي د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي مرستیال جنرال اختر ابراهیمي، لومړی مرستیال جنرال جانان بارکزی او د ترهګرۍ سره د مبارزې رییس جنرال نجیب امان له دندو لرې کړای شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې د ولسمشر غني دغه تازه حکم په کورنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو په موخه صادر کړی خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

خو په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت وايي، د جنرال اختر پر ځای خوشحال سادات، د جنرال جانان بارکزي پر ځای عبدالصبور قانع او د جنرال نجیب امان پر ځای ماهر یعقوبي پر دندو ګومارل شوي دي.

د هغه په وینا د تازه ګمارنو په لړ کې عبدالصبور قانع د یاد وزارت د لومړي مرستیال، خوشحال سادات د ارشد معین او ماهر یعقوبي د تروریزم پر وړاندې د مبارزې د رییس په توګه ټاکل شوي دي.

رحیمي ویلي چې دا ګامونه د کارونو د ښه انسجام، په هېواد کې د غوره امنیت د ټینګښت او د جرایمو پر وړاندې د جدي مبارزې په موخه اخیستل شوي دي.

باید و ویل شي، چې ولسمشر غني نېږدې یوه میاشت وړاندې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک هم له دندې لرې او پر ځای یې امرالله صالح د سرپرست په توګه وټاګه.

خو ښاغلي صالح لا دوه اوونۍ په وزارت کې نه وې تېرې کړې، چې له وزارت څخه یې استعفا وکړه، او په راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو کې د ولسمشر غني تر څنګ د لومړي مرستیال په توګه ودرېده.

له دې وروسته ولسمشر غني د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د امرالله صالح پر ځای وټاکه، چې همهاله به دواړه دندې مخ ته وړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 113027

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113027/

جمهور
  https://www.jomhornews.com