ټرمپ:

له افغانستانه ځکه ځواکونه باسم، چې لګښت یې د کال ۵۰ میلیارد ډالره دی

13 دلو 1397 ساعت 15:13

د امریکا د سنا مجلس له خوا له افغانستان د سرتېرو ایستلو د رد سربېره ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځواکونو پر ایستلو ټینګار کړی دی.


د امریکا د سنا مجلس له خوا له افغانستان د سرتېرو ایستلو د رد سربېره ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځواکونو پر ایستلو ټینګار کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا سنا مجلس وړمه ورځ یوه لایحه تایید کړه، چې پر مټ یې د جرګې اکثریت غړو له افغانستان او سوريې د امریکايی ځواکونو له ایستلو سره مخالفت وکړ.

د سنا جرګې ۶۸ له افغانستان د امریکايي ځواکونو له وتلو سره مخالفت وکړ او د نه ایستلو طرحه یې د دې په خاطر تایید کړه، چې د دوی په وینا تر اوسه په افغانستان کې ترهګر نه دي مات شوي.

خو د سنا له دې پرېکړې وروسته ولسمشر ټرمپ پر خپل ټوېټر پاڼه یو ځل بیا له افغانستان د امریکايي سرتېرو پر ایستلو ټینګار کړی او له خپلې طرحې یې دفاع کړې.

ټرمپ ویلي ځکه له افغانستان سره تېري باسي، چې هلته د امریکايي سرتېرو کلنۍ لګښت ۵۰ میلیارد ډالره دی او دغه لګښتونه باید نور پای ته ورسېږي.

نوموړي ویلي«ماته په سوریه او افغانستان کې د نه ختمېدونکو جګړو نامحدوده لګښتونو او وژنو زیاته ګډوډي په میراث پاته شوې ده، ما د خپل کمپاین پر مهال په قوت سره وویل چې دا جګړې باید پای ته ورسېږي، موږ هر کال په افغانستان کې ۵۰ میلیارډ ډالر لګوو او هغوی مو سخت ځپلي چې اوس موږ د سولې په اړه خبرې کوو.»

ټرمپ پر داسې مهال له افغانستان او سوریې د ځواکونو پر ایستلو ټینګار کوي، چې د ډېری امریکايي چارواکو او سیاسیونو په باور که امریکا له افغانستان په وتلو کې بېړه وکړي، دغه هېواد به یو ځل بیا د ترهګرو پر ځاله بدل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 113032

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113032/

جمهور
  https://www.jomhornews.com