ملي دفاع وزارت وايي، افغان پوځ په دریو ولایتونو کې پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن یکشنبې د سلواغې ۱۴ مه په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې افغان پوځ په بلخ، اروزګان او هلمند ولایتونو کې د طالبانو پر پتځاینونو هوايي بریدونه کړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو پر مهال ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې د اروزګان ولایت د مرکز اړوند د مرغاب په سیمه کې د عملیاتو پر مهال څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دغه راز خبرپاڼه وايي، پوځ د هلمند په سنګین او موسی کلا ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال ۱۱ وسله وال طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
ملي دفاع وزارت زیاتوي، په دې عملیاتو کې د طالبانو یو عراده موټر او دوه عرادې موټر سایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل