له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره یا یونیسف وايي، په افغانستان کې ټولټال ۶.۳ میلیونه وګړي، چې ۳.۸ میلیونه یې ماشومان دي، بېړنۍ مرستو ته اړتیا لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ادارې چارواکو نن یکشنبې د سلواغې ۱۴ مه هرات کې د یوې خبري غوندې پر مهال و ویل، چې له دغه ډلې ۵۷۰ زره ماشومان لومړنیو روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.
د یادې ادارې مشرې ادیل خودر وايي، جګړې، وچکلۍ، سخت ژمي، د خوړو د مسونیت د کچې ټیټوالی هغه څه دي، چې د ماشومانو پر وضعیت منفي اغېز کړی دی.
نوموړي و ویل، چې د روان وضعیت او یادو ستونزو له امله په افغانستان کې د فقر او بېوزلی کچه ۳۹ سلنې ته لوړه شوې او تر څنګ یې دا مهال لس میلیونه افغانان د ښوونې او روزنې ترڅنګ له لومړنیو خدماتو څخه بې برخې دي.
دغه راز د یونیسف مشرې دا هم و ویل، چې له هرو لسو افغان ماشومانو څخه درې تنه یې د رواني ناروغیو څخه کړیږي او له پنځو کلونو څخه د کم عمر شااوخوا ۶سوه زره ماشومان له مضموني خوارځواکۍ سره مخ دي.
جمهورخبري آژانس:کابل