۰

د افغان ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د خوراکي توکو کوپون ورکړه پیل شوه

دوشنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۶
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني رسما د افغان ځواکونو او ترهګیریزه پېښو د شهیدانو وارثینو ته د خوراکي توکو کوپون د ورکړې لړۍ پیل کړه.
د افغان ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د خوراکي توکو کوپون ورکړه پیل شوه
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني رسما د افغان ځواکونو او ترهګیریزه پېښو د شهیدانو وارثینو ته د خوراکي توکو کوپون د ورکړې لړۍ پیل کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي دغه خبر پر خپله فسبوک پاڼه خپور کړی او ویلي یې دي، چې دغه لړۍ نن دوشنبې د سلواغې ۱۵ مه د ولسمشر غني له خوا پیل شوه.

نوموړي ویلي، چې دغه لړۍ په لومړي ځل کابل کې د اړونده ادارو په همکارۍ ۱۲ زره شرایط وړ کورنیو ته پيل شوه، چې وروسته به ټولو ولایتونو ته وغځېږي.

مرتضوي زیاته کړې، چې په کوپون کې اوړه، ورېجې، غوړي، چای، بوره، نسک شامل دي، چې د کوپون د کتابچې په لیدنې سره به هره میاشت د شهیدانو ورثې ته ورکول کېږي.

باید و ویل شي، چې ولسمشر غني تېره جدې میاشت کې د شهیدانو کورنیو ته د کوپون د ورکړې حکم صادر کړی وو.

د دغه حکم له مخې، دفاع، کورنیو چارو، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او ملي امنیت ریاست ته دنده سپارل شوې وه، د شهیدانو د ورثه لېست د ولایتونو په تفکیک سره راټول او د ملي تدارکاتو کمېټې ته یې وسپاري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي